په افغانستان کې د بیکارۍ ستونزه، لاملونه او پایلې یې

د بیکارۍ ستونزه د نړۍ په ټولو هیوادونو کې په بیلابیلو کچو سره شتون لري. افغانستان د درېمې نړۍ د هېوادونو په توګه په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی. په هېواد کې به دا ستونزه هغه وخت پای ته ورسېږي چې د حکومت له لوري یو لړ واقعي او شعوري کړنې عملي شي. دلته ځینې کړنې وړاندیز کیږې چې کولی شي د بیکارۍ د کمولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي: